IQNA

 له التماسی ډيپلوماسۍ ډډه،اصولی نرمښت او هوښیار تعاملات د بریالي بهرني سیاست ځانګړنې دي

15:40 - May 20, 2023
د خبر لمبر: 3487363
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود په خپلې وینا کې ټينګار وکړ، په نړیوالو تعاملاتو کې هوښیار عمل کول حکمت دی او باید سفیران او نور استازي په دې اړه پخپلو دندو بشپړ عمل وکړي او د ایران د اسلامی جمهوریت دریځ په روښانه  او جوت ډول دنړیوالو غوږونو ته ورسوي.

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د ایران د اسلامی جمهوریت  د خارجه وزارت له مسئولانو،سفیرانو او او چاروالو سره په  کتنې کې ټينګار وکړ،په بهرنی سیاست کې  عزت د التماس کونکي ډيپلوماسۍ د نفي کولو په معنا دی .

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  په بهرنی سیاست کې عزت یعني د التماسي ډيپلوماسۍ پریښودل، وفرمائيل،  مصلحت یعني د نرمښت لرونکو موردونو پیژندګلوي  او نرمښت  له اصولو سره هیڅ ډغره نه لري.

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر او دخارجه وزارت لوړپوړو مسئولانو،چاروالو اوله هیواده په بهر  کې د ایران  دسفیرانو او دنمایندګیو   مشرانو په تهران کې د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی  خامنه اي سره کتنه وکړه .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په خپلې وینا کې ټينګار وکړ، په نړیوالو تعاملاتو کې هوښیار عمل کول حکمت دی او باید سفیران او نور استازي په دې اړه پخپلو دندو بشپړ عمل وکړي او د ایران د اسلامی جمهوریت دریځ په روښانه  او جوت ډول دنړیوالو غوږونو ته ورسوي.

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  له ځينو هیوادونو او ځینی اغیزشیندونکو او مهمو هیوادونو سره د ایران اوږدو پولو ته په اشارې سره  ووئیل، د ایران او د ایران د ګاونډیانو ترمینځ د مشکل د رامینځةکولو لپاره د پرَدَیو  لاسونه فعال دي  چې باید دوی ته ددغه سیاست د تحقق اجازت ورنکړل شي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د خپلې وینا په یوې برخې کې  له اسلامی هیوادونو سره دارتباط سیاست، هغه که ډير لیرې هم وي ، او همداراز له  همپاله او همغږه هیوادونو سره   ارتباط  مهم وبالۀ او وې وئيل ، نن سبا د نړیوال سیاست په ځينو اساسی بهیرونو کې  د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددنیا دځینو مهمو او لویو هیوادنو همغږي او ملګرتیایوه بې مخینې ښکارنده ده  چې باید  ددغه  فرصت په قدر  کولو سره ، له دغو هیوادونو سره ارتباط پیاوړی کړو.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په اوسني نړیوال نظم کې دبدلون او په نړیوالو ادبیاتو کې ددې موضوع ډيرې تکراریدا ته په اشارې سره ووئیل، په نړیوال نظم کې بدلون یوله  ډيرو ټيټو هسکو ډک ، اوږد او  له نه اټکل شوو احمالی پيښو څخه اغیزمن بهیر دی او مختلف  هیوادونه  ورته مختلفو  اوغرضي کړچارونه او نظرونه لري.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي همداراز د بریالي او عزتمند بهرني سیاست یعني له التماسي  ډيپلوماسۍ څخه د ډډه کول  اونفي کول د سیاست ضابطې او ځانګړنې،د هوښیارو او محاسبه شوو فعالیتونو او تعاملاتو په معنا حکمت او  هم له سختو خنډونود تیریدا او د لارې ددوام  لپاره د نرمښت  په معنا مصلحت ،د ایران په ډيپلوماسۍ کې درې اساسی ټکي وبلل.

د  اسلامی انقلاب ستر لارښود، په مقابلو لورو د بې ځایه اعتماد نه درلودل، د حکمت د معنا بل اړخ وبالۀ او وې وئيل،البته باید د سیاست په دنیا کې هره خبره دروغ ونه ګڼل شي،ځکه چې  صادقانه  او دمنلو وړ ټکی  هم شته، البته باید په ټولو  خبرو  اعتماد ونشي.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  همداراز د یوه ویاړمن او بریالی بهرني سیاست  په بیانولو کې شپږ ضابطې،یعني په مختلفو مسئلو کې د هیواد د کړچارونو دمنطقي قانع کونکي توانمنئ،په ښکارندو،دنړۍ د مختلفوسیاسی،اقتصادي پيښو او بهیرونو کې اغیزشیندونکی او لورنیونکی شتون،د ایران په ضد ګواښونکو سیاستونو او فیصلو کمیدا او ختمیدا، د خطرې رامینځةکونکو مرکزونو کمزوری کول،له ایران سره د متحدو او ملګرو حکومتونو او ټولګو پیاوړتیا او د هیواد سټراټژيک عمق پراختیا،او د سیمه ایزو او نړیوالو فیصلو او اقداماتو  کې د پټو  لایو  د  معلومولو قدرت  بیان کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4141898

captcha